د اور لګېدنو پرمهال څرنګه کولای شئ خپل ځان او کور وژغورئ؟

د اور لګېدنو پر مهال د خپل ځان او کور د ژغورلو لپاره د یو پلان شتون مهمه ده. که چېرې تاسو په هغو سیمو کې ژوند کوئ چې د اور لګېدنې چانس په کې زیات دی نو باید د اور وژنې پلان ولرئ.

bushfires Australia

Source: Getty Images/John Crux Photography

د آسټرالیا په ایالتونو او سیمو کې د اور وژنې ادارې چارواکي ، د اور لګېدنې فصل ته د تیاري په حال کې دي. 

کیپټان فېل ټاونسینټ ، د وېکټوریا په ایالت د  کنټري فایر آتورټي ، د اور وژنې ادارې رضاکاره اور وژونکی دی.  هغه وايي تاسو باید خپل چمتووالی له یوې ساده کتنې سره پیل کړئ. پدې مانا چې تاسو وګوره چې آیا د اوبو پمپ په کور کې لرئ او که نه؟ ترڅو د اور لګېدنې پر مهال د خپل کور د چت اور مړ کړئ. 

د دې ترڅنګ تاسو باید وګورئ چې آیا د اور وژنې لپاره یو پلان له تاسو سره شته او که نه؟ 

 نوموړی وايي ، هغه کسان چې د اور وژنې لپاره یو ښه پلان لري ، د دې چانس ډېر زیات دی ترڅو  وکولای شي د اور لګېدنو پر مهال خپل کور وژغوري .
لا ندې مهمې خبرې کولای شي، د اور لګېدو چانس کم کړي یا هم له تاسو سره د اور وژنې په برخه کې مرسته وکړي:

  • د خپل کور د اوبو ناوه له پاڼو او وړو لرګیو څخه پاکه کړئ
  • د اوبو شیندلو سیستم له ناوو سره وصل کړئ
  • د خپل کور د چمن واښه مه پرېږدی چې لوی شي
  • د اوبو یو اوږد پیپ ولرئ ترڅو د کور هرې برخې ته ورسېږي
ښاغلی کیپټان فېل ټاونسینټ، همدا راز په دې خبرې هم تاکید کوي چې د اور وژنې د پلان ترڅنګ د اور لګېدنو پر مهال د ځان ژغورلو لپاره د پلان شتون هم لازمي ده.

نوموړی وايي، د کور پرېښودولو لپاره پلان ولرئ او د کورنۍ ټولو غړو ته د دغه پلان په اړه معلومات ور کړئ ترڅو د اړتیا پر وخت پوه شي چې څه باید وکړي.
Burnt trees,blackened tree trunks along side a road
Source: Getty Images/Vicki Smith
نوموړی وايي، د آسټرالیا په هر ایالت کې د اور وژنې ادارې پر خپله وېب پاڼه د کور پرېښودلو یا خالي کولو پلان لري او تاسو کولای شئ هغه ترلاسه کړئ

د بېړنیو مرستو د بکسې شتون هم مهمه دی، د یادې بکسې شتون کولای شي له تاسو سره مرسته کوي ترڅو مهمو شیانو ته د کور پرېښودلو پرمهال آسانه لاسرسی ولرئ.

په یاد ولرئ چې د بېړنیو مرستو  بکسه باید د اوبو ضد واوسېږي ترڅو د او وژنې او تېښتې پر مهال لمده نشي.
Couble camping around smokey fire on sunset
Source: Getty Images/Stuart Ashley

ستاسو د بېړنیو مرستو په بکس کې باید لاندې شیان شامل واوسېږي:

  • د لومړنیو مرستیو کېټ 
  • مهمه اسناد او عکسونه
  • نقدې پیسې، کریډت کارت او د اې ټي ایم کارت
  • موبایل او چارجر 
  • د ناروغ درمل او نور شیان
کیپټان ټاونسینټ وايي، که چېرې له تاسو څخه غوښتنه وشي ترڅو خپل کورونه پرېږدئ نو د دغه امر اطاعت وکړئ او خپل کور پرېږئ.
fire and truck
Source: Getty Images/Gareth Griffiths
په خپل ایالت او سیمې کې د اور وژنې ادارې له وېب پاڼې څخه لیدنه وکړئ او د خپل کور د ژغورلو په اړه لازم معلومات ترلاسه کړئ. 

په وېکټوریا ایالت کې د جلدي سوځېدنو په اړه لا‌ ډېر معلومات له لاندې وېب پاڼې څخه لیدنه وکړئ: 

که چېرې تاسو غواړئ په خپله ژبه د اور وژنې خدمتونو په اړه معلومات ترلاسه کړی، نو د ژباړې خدمتونو ادارې ته په ۵۰ ۱۴ ۱۳ شمېرې زنګ و وهئ.


شریکول
خپور شوی 20/12/2020 په 12:29pm
اپډیټ شوی 20/12/2020 په 8:09pm
لخوا Josipa Kosanovic