د تېرې یکشنبې په ورځ د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په مخکښ غړي ګیله من وزیر د څو تنو لخوا برید ترسره شو.
له برید وروسته هغه د اسلام اباد په پېمز روغتون کې بستر وو، مګر څو ساعته وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د هغه مړینه تائید کړه.
ښاغلي پښتین ویلي چې د ګیله من مړی به نن سهار د پېښور له لارې خپل پلرني ټاټوبي وزیرستان ته انتقال کړي.
Credit: Public Domain
سره لدې چې پر ګیله من وزیر برید څلور ورځې وړاندې ترسره شوی، پولیسو تر دې دمه د دغې پېښې په تړاو څوک ندي نیولي. پولیسو ویلي چې د تورنو کسانو لټون دوام لري.
تمه کېږي چې د اسلام اباد پولیس به نن له خبریالانو سره د ګیله من وزیر د برید په اړه معلومات شریک کړي.
زموږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.