ګیله من وزیر د شمالي وزیرستان د رزمک سیمې د اسدخېلو د کلي اوسېدونکو وو. سره لدې چې خلک هغه د ګیله من وزیر په نوم پېژني، د هغه اصلي نوم حضرت نعیم و.
د تېرې یکشنبې په ورځ د پاکستان په پلازمینې اسلام آباد کې پر ګیله من وزیر د څو تنو نا معلومو کسانو لخوا برید ترسره شو. له برید وروسته هغه د اسلام اباد په پېمز روغتون کې بستر وو، مګر وړمه ورځ یې مړینه تائید شوه.
ګیله من وزیر تېره ورځ په خپل پلرني ټاټوبي کې خاورو ته وسپارل شو.
LISTEN TO
رپوټ دلته اورېدلی شئ:
11:01
پولیسو ویلي چې د تورنو کسانو لټون دوام لري.
دا چې ګیله من وزیر (حضرت نعیم) څوک و؟ په دې اړه مهم معلومات د اسلام ګل افریدي په رپوټ کې اورېدلی شئ.