سرحدي جنګونه یوه اصطلاح ده چې ډیری وخت په آسټرالیا کې د بریټانویانو د مېشتېدنې پرمهال له تاوتریخوالو ډکو شخړو د تشریح لپاره کارول کېږي چې د استعماري مېشتو او ځایی خلکو ترمینځ د څه باندې ۱۰۰ کلونو لپاره پیښ شوي.
که څه هم آسټرالیا په بهرنیو جګړو کې په خپل ګډون ویاړي، خو تر اوسه یې هغه مبارزه نه ده منلې چې دا هېواد یې جوړ کړی.
کله چې کپټان جیمز کوک په لومړي ځل د آسټرالیا په خاوره کې پښه کېښودله، هغه دا پراخه ځمکه تیرا نولیوس (Terra Nullius) اعلان کړه، یعنې داسې ځمکه چې مالک نلري. مګر په حقیقت کې دا د ابوریجنل او تورس تنګي ټاپوګانو د سلګونو قومونو او قبیلو کور و. په سلګونو زره خلک په سمدستي توګه د برتانیې د پاچاهۍ تر حاکمیت لاندې راغلل او دې سره سرحدي جګړې د ځايي او مېشتو خلکو ترمنځ پیل شوې، مګر دا وحشتناکه تاریخ اوس د پېژندل کېدو په حال کې ده.
زموږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.