د نړۍ د ځينو نورو هېوادونو ترڅنګ د آسټرالیا په ملبورن، سېډني، اډېلېډ او نیوکاسل ښارونو کې د ګيلامن وزير غایبانه جنازه او د فاتحې مراسم ترسره شول٠
د آسټرالیا په ملبورن ښار کې مېشتو افغانانو تېره ورځ د ګیله من وزیر غایبانه جنازه او د فاتحې مراسم ترسره کړل.
Credit: Facebook / Liaqat Khan
ښاغلي خرم لیکلي: "د مراسمو په ورستۍ برخه کې زمونږ د افغان ټولنې قدرمنو سپينږیرو, مشرانو او سرشاره ځوانانو د جوش او جذبې نه ډکې ویناوې او اشعار ګډونوالو ته وړاندې کړل او زیات شمیر مهمو کړنو ته اشارې وشوې.
"غونډې نه وروسته د ستر شهید ګیله من وزیر ماشومانو سره د دوامداره مرستې پر میکانیزم خبرې وشوې."
د آسټراليا په سېډني ښار کې بيا مېشتو افغانانو نن (یکشنبه) د بلک ټاون په جومات کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړي او شاعر ګیله من وزیر غایبانه جنازه وکړه.
له غایبانه جنازې وروسته، د ګیله من د فاتحې مراسم ترسره شوي او ګډونوالو د هغه روح ته دعا کړې.
بل لورته په اډېلېډ ښار کې مېشتو ځينو افغانانو د ګیله من وزیر غایبانه جنازه د دغه ښار په روټونډا ایلډر پارک کې ترسره کړې.
د دغو مراسمو یو تن تنظیمونکي سمندر صدیقي اس بي اس پښتو ته ویلي چې د ګیله من د غایبانه جنازې او ختم په مراسمو کې مشرانو او ځوانانو برخه اخیستې وه.
Credit: Supplied
هغه وويل، ګیله من وزیر "په وطن او خپلو خلکو سر قربان کړو، دا به لر او بر ټول افغانان یاد ساتي او د هغه مبارزې ته به دوام ورکوي."
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی او شاعر ګیله من وزیر د جمعې په ورځ په خپل پلرني ټاټوبي کې خاورو ته وسپارل شو.
ګیله من وزیر د شمالي وزیرستان د رزمک سیمې د اسدخېلو د کلي اوسېدونکی و.
هغه په ټولنیزو رسنیو کې د پاکستان پر حکومت او پوځ نیوکې کولې.
په داسې حال کې چې پر ګیله من وزیر د تېرې یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې برید ترسره شوی خو پولیسو تر دې دمه د هغه د وژنې په تړاو څوک ندي نیولي.
پولیسو ویلي چې د تورنو کسانو لټون دوام لري.
د نیو ساوت وېلز ایالت په نیوکاسل ښار کې د ګیله من وزیر د فاتحې مراسم ترسره شول. Credit: Supplied
زموږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.